دوشنبه, جون 15, 2026
دوشنبه, جون 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

په ایران کې الوتنې تر بلې خبرتیا پورې لغوه شوې

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې په ټول ایران کې ټولې کورنۍ او نړیوالې الوتنې تر بلې خبرتیا پورې لغوه شوې دي. مسوولو چارواکو له مسافرو غوښتي چې هوايي ډګرونو ته له تګ څخه ډډه وکړي او د وروستیو معلوماتو لپاره رسمي خبرتیاوې تعقیب کړي. د راپورونو له مخې، د هوايي چلند د نوې خبرتیا (NOTAM) له خپرېدو او د الوتنیزو محدودیتونو له پراخېدو وروسته، د الوتنو ځنډول چې مخکې یوازې د ایران د لوېدیځې هوايي فضا ځینې برخې رانغاړلې وې، اوس د هېواد ټولو هوايي ډګرونو ته غځېدلي دي. په ورته وخت کې، د ایسنا خبري اژانس د ایران د حج او زیارت سازمان له قوله راپور ورکړی چې د روانو شرایطو له امله د حاجیانو د بېرته ستنېدو الوتنې ښايي تر ۷۲ ساعتونو پورې له ځنډ سره مخ شي.

- Advertisment -spot_img