پنجشنبه, جولای 23, 2026
پنجشنبه, جولای 23, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د اسرائیل پوځ: ایران په خپلو توغندیزو بریدونو کې «لویه تېروتنه» کړې ده

افی دفرین، د اسرائیل د پوځ ویاند، د یکشنبې په ماښام ویلي چې د ایران له لوري د نن ورځې توغندیز بریدونه د هغه په وینا «لویه تېروتنه» وه. هغه په یوه خبري غونډه کې وویل چې د اسرائیل پوځ به اجازه ورنه کړي چې له ایران څخه د اسرائیل د ملکي وګړو پر لور د توغندیو ویشتل دوام ومومي. د ده په وینا: «موږ د احتمالي نورو بریدونو لپاره بشپړ چمتووالی لرو.» هغه زیاته کړه چې د اسرائیل په بېلابېلو سیمو کې د هوايي دفاعي سیسټمونه ځای پر ځای شوي دي او د پوځ لوی درستیز د وروستیو بریدونو وروسته د وضعیت د ارزونې غونډې کوي. افی دفرین همدارنګه ټینګار وکړ: «د اسرائیل پوځ به په ټول لبنان کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي او د حزب‌الله ترهګرې ډلې پر وړاندې به خپل بریدونه لا شدید کړي.»

- Advertisment -spot_img