په افغانستان کې د هوا د تودوخې له زیاتېدو سره، له سیندونو، بندونو او د اوبو له زېرمو څخه د ماشومانو او ځوانانو د ډوبېدو پېښو د زیاتېدو راپورونه ورکړل شوي دي؛ داسې پېښې چې په وروستیو اوونیو کې یې د ګڼو خلکو ژوند اخیستی او کورنۍ یې په غم کې پرېښې دي. په یوه پېښه کې، ولي دولتزی، د ننګرهار ولایت د جلالآباد ښار اوسېدونکی، رادیو ازادۍ ته ویلي چې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې یې زوم چې د تره زوی یې هم و، د درونټې په سیمه کې د اوبو د لوبو پر مهال نادرکه شوی دی. د هغه په وینا، د دغه کس د مړي د موندلو هڅې لا هم روانې دي.



