د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې واشنګټن به تر هغه وخته پورې له ایران سره د هر ډول نهایي توافق مخکې نه بندیزونه لېرې کړي او نه هم کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي. ټرمپ په هغه مرکه کې چې د NBC News شبکې له خوا د یکشنبې په ورځ، خپره شوې، ویلي چې که ایران خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي او «سم چلند» وکړي، نو د خبرو اترو پیل او د راتلونکو ګامونو ارزونه ممکنه ده. هغه همدارنګه ټینګار کړی چې نه غواړي لبنان د امریکا او ایران ترمنځ په یوه احتمالي لنډمهاله توافق کې شامل شي. د ایران د اسلامي جمهوریت د چارواکو په وینا، تهران غوښتنه کوي چې لږ تر لږه د کنګل شوو شتمنیو نیمایي برخه د هر ډول توافق له لاسلیک مخکې ازاده شي. ټرمپ په خپلو خبرو کې ویلي چې د توافق په صورت کې به امریکا له ایران سره د لوړ غنایي یورانیمو د زېرمو د راټولولو او له منځه وړلو په برخه کې همکاري وکړي. هغه په عین حال کې خبرداری ورکړی چې که خبرې ناکامې شي، واشنګټن به پر ایران پوځي فشار زیات کړي څو وکولای شي دغه مواد په مستقیم ډول تر کنټرول لاندې راولي.



