یکشنبه, جون 7, 2026
یکشنبه, جون 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر تهران ته د ډیپلوماتیکو خبرو لپاره سفر

د ایران رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، محسن نقوي، څو شیبې وړاندې د ایران پلازمېنې تهران ته رسېدلی دی. د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، ټاکل شوې ده چې نوموړی د دې سفر پر مهال د ایران له لوړپوړو چارواکو سره، په ځانګړي ډول د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره، لیدنه وکړي او د دوه اړخیزو او سیمه‌ییزو موضوعاتو په اړه خبرې اترې ترسره کړي. په راپور کې ویل شوي چې نقوي تر تهران ته د سفر مخکې په اسلام‌اباد کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره هم لیدلي او د ایران او امریکا د خبرو اترو په اړه ورته لارښوونې ورکړل شوې دي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د تېرې میاشتې په وروستیو کې هم په یوه اوونۍ کې دوه ځله ایران ته سفر کړی و او له ایراني چارواکو سره یې د همدې موضوع په اړه مشورې کړې وې.

- Advertisment -spot_img