یکشنبه, جون 7, 2026
یکشنبه, جون 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ایران د سیمې هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې د امریکا د پوځي عملیاتو لپاره دې د خپلې خاورې د کارولو اجازه نه ورکوي

ایران یو ځل بیا د سیمې هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې د امریکا له خوا د اسلامي جمهوریت پر ضد د پوځي عملیاتو لپاره دې د خپلې خاورې یا اسانتیاوو د کارولو اجازه نه ورکوي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د جون ۶مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د سیمې هېوادونه باید د «ښه ګاونډیتوب» اصل ته ژمن پاتې شي او د ایران پر ضد د «تېري کوونکو» اقداماتو لپاره د خپلې خاورې له کارېدو مخنیوی وکړي. دغه خبرداری وروسته له هغې ورکړل شوی چې امریکا د شنبې په سهار د سیریک سیمې او قشم ټاپو کې د ایران پر راداري تاسیساتو بریدونه وکړل. تهران دغه بریدونه د ۲۰۲۶ کال د اپرېل میاشتې د اوربند «څرګنده سرغړونه» او د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا پر ضد «پوځي تېری» بللی او له ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه یې غوښتي چې په دې اړه غبرګون وښيي. په همدې حال کې د امریکا پوځ ویلي چې تر دغو بریدونو وړاندې یې د ایران له لوري د کویټ او بحرین پر لور توغول شوي څو توغندي شنډ کړي او هم یې د هرمز تنګي ته نږدې څلور ایراني بې‌پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي. د امریکا پوځ د معلوماتو له مخې، له دغو پېښو وروسته په قشم ټاپو او د ګروک په سیمه کې د ایران راداري تاسیسات په نښه شوي دي. سره له دې چې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل له ۸مې راهیسې اوربند نافذ شوی، د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ لا هم دوام لري او دواړو لورو څو ځله یو بل د اوربند په نقض او متقابلو بریدونو تورن کړي دي.

    - Advertisment -spot_img