یکشنبه, جون 7, 2026
یکشنبه, جون 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اروپايي ټولنې په افغانستان کې نوی شارژدافیر وټاکه

اروپايي ټولنې د خپلو ډیپلوماتیکو استازولیو د وروستیو بدلونونو په لړ کې ایټالوی ډیپلومات نیکولا بلومو په افغانستان کې د خپلې استازولۍ د نوي شارژدافیر په توګه ټاکلی دی. د دې پرېکړې له مخې، بلومو به د ورونیکا بوسکوویچ پوهار ځای ناستی شي، چې په تېرو کلونو کې یې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ مشري کوله. ډیپلوماتیکې سرچینې وايي، دا بدلون په داسې مهال رامنځته کېږي چې اروپايي ټولنه لا هم په افغانستان کې د بشري مرستو، پراختیایي پروګرامونو او سیاسي تعاملاتو له مهمو نړیوالو شریکانو څخه ګڼل کېږي. تمه کېږي چې نیکولا بلومو به په خپلې نوې دندې کې د اروپايي ټولنې د پروګرامونو پر همغږۍ، له افغان چارواکو سره پر اړیکو او د دې ټولنې د ملاتړیزو پروژو پر تعقیب تمرکز وکړي. د دغه ایټالوي ډیپلومات ټاکنه په داسې حال کې شوې چې بروکسل په وروستیو کلونو کې هڅه کړې په افغانستان کې خپل حضور او رول وساتي او د خپلې استازولۍ له لارې د مرستو رسولو او له کورنیو او نړیوالو بنسټونو سره د تعامل بهیر ته دوام ورکړي.

- Advertisment -spot_img