شنبه, جون 6, 2026
شنبه, جون 6, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

مطیع‌الله ویسا په فرانسه کې د «آزادۍ ۲۰۲۶» جایزه ترلاسه کړه

مطیع‌الله ویسا، د زده‌کړو فعال او د «پن‌پت» بنسټ اېښودونکي، ویلي چې د فرانسې د کان په ښار کې یې د «آزادۍ ۲۰۲۶» جایزه ترلاسه کړې ده. هغه پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي چې دا جایزه ورته د زده‌کړو او بشري حقونو په برخه کې د فعالیتونو له امله ورکړل شوې ده. ویسا ویلي، د دې جایزې نغدي مرسته به د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې د ښوونځیو د جوړولو لپاره ولګوي. دا جایزه د نورماندي پوهنتون او د فرانسې د بشري حقونو د مطالعاتو د بنسټ له خوا د زده‌کړو او بشري حقونو فعالانو ته ورکول کېږي. د پخوانیو راپورونو له مخې، له ۷۵ هېوادونو څخه تر ۱۸ زرو ډېرو ځوانانو په انلاین رایه‌اچونه کې هغه د دې دورې ګټونکی ټاکلی و. مطیع‌الله ویسا د افغانستان د زده‌کړو په برخه کې له پېژندل شویو څېرو څخه دی او په ۲۰۲۳ کال کې د طالبانو له خوا نیول شوی و او د څو میاشتو لپاره بندي پاتې شوی و.

- Advertisment -spot_img