شنبه, جون 6, 2026
شنبه, جون 6, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د ایران پولیس: د افغانستان او ایران پر پوله شپږ وسلوال وژل شوي

د ایران د سیستان او بلوچستان پولیسو اعلان کړی چې شپږ وسلوال کسان چې غوښتل یې د افغانستان له لارې دې هېواد ته داخل شي، د پولې په سیمه کې وژل شوي دي. د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د فراجا د مرزباني قوماندان علی‌اکبر جاویدان ویلي چې دا کسان د جمعې په ماښام د زابل د سرحدي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي. زابل ولسوالۍ د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت له نیمروز ولایت سره ګډه پوله لري او د دې هېواد له مهمو سرحدي سیمو څخه ګڼل کېږي. د ایراني چارواکو په وینا، دغو کسانو غوښتل د ایران خاورې ته داخل شي او د سرحدي پوستو پر مرکزونو برید وکړي، خو د سرحدي ځواکونو په نښته کې ووژل شول. د سیستان او بلوچستان د مرزباني قوماندان زیاتوي چې ایراني ځواکونو د نښتې له پای ته رسېدو وروسته له سیمې څخه وسلې هم ترلاسه او ضبط کړې دي. ایراني چارواکو تر اوسه د وژل شویو کسانو هویت او د کومې ډلې سره د احتمالي تړاو په اړه جزئیات نه دي خپاره کړي.

- Advertisment -spot_img