شنبه, جون 6, 2026
شنبه, جون 6, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

امریکا کې فدرال قاضي: د ټرمپ د ادارې ځینې مهاجرتي پالیسۍ غیرقانوني بلل شوې

د امریکا فدرال قاضي د جمعې په ورځ حکم صادر کړی چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ادارې ځینې مهاجرتي پالیسۍ غیرقانوني وې، چې له مخې یې د ۳۹ هېوادونو غوښتونکي د پناه غوښتنې، کار جواز، ګرین‌کارډ او تابعیت په اړه له پرېکړې بې‌برخې شوي وو. د رویترز د راپور له مخې، قاضي جان مک‌کانل، چې د امریکا د رود آیلنډ ایالت په پراویدنس ښار کې د ناحیې د محکمې مشر دی، دغه پالیسۍ لغوه کړې او ویلي یې دي چې د کډوالۍ او تابعیت خدماتو اداره د دې تګلارو په پلي کولو سره زرګونه کډوال په «حقوقي بې‌ثباتۍ» کې اچولي دي. هغه زیاته کړې چې دغو کسانو ټول ټاکل شوي قانوني مراحل بشپړ کړي وو، خو بیا هم میاشتې انتظار ته اړ شوي او د هغوی د دوسیو په اړه پرېکړه نه ده شوې. دا پرېکړه د هغو مهاجرینو لپاره یو مهم پرمختګ بلل کېږي چې د خپلو دوسیو د ځنډ له ستونزې سره مخ وو.

- Advertisment -spot_img