پنجشنبه, جون 4, 2026
پنجشنبه, جون 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

سپاه پاسداران د کویټ پر هوايي ډګر د برید اړوند راپورونه رد کړل

وروسته له هغې چې د کویټ چارواکو د وروستیو بریدونو له امله د دغه هېواد د هوايي ډګر د زیانمنېدو خبر ورکړ، ایراني رسنیو د سپاه پاسداران د ویاند له قوله راپور ورکړی چې ایران د کویټ پر هوايي ډګر هېڅ ډول برید نه دی کړی. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د کویټ په هوايي ډګر کې رامنځته شوې پېښه د امریکا د پاتریوت هوايي دفاعي سیسټم د تخنیکي تېروتنې له امله رامنځته شوې او د ایران له پوځي عملیاتو سره هېڅ تړاو نه لري. د سپاه پاسداران ویاند ټینګار کړی چې د ایران ځواکونو د کویټ پر لور هېڅ توغندی یا بل ډول مرمۍ نه دي توغولي. تر دې مخکې رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و چې په دغه پېښه کې یو کس وژل شوی او له ۶۰ څخه زیات نور ټپیان شوي دي.

- Advertisment -spot_img