پنجشنبه, جون 4, 2026
پنجشنبه, جون 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د آيت‌الله محمداسحاق فياض له مړینې وروسته عراق درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړ

د عراق لومړي وزير د آيت‌الله العظمی محمداسحاق فياض د مړینې په مناسبت په ټول هېواد کې درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړی دی. د عراق د لومړي وزير د دفتر په اعلاميه کې ويل شوي چې دغه پرېکړه د فقهې او ديني مرجعيت د يوې وتلې څېرې د درناوي لپاره شوې ده. په اعلاميه کې آيت‌الله فياض هغه عالم بلل شوی چې د تدريس، څېړنې او د نجف اشرف د علمي حوزې د مقام د پياوړتيا په برخه کې يې مهم رول لوبولی دی. په ورته وخت کې، په کابل کې د آيت‌الله فياض دفتر هم د هغه د مړینې خبر اعلان کړی او ويلي يې دي چې نوموړي خپل عمر د اسلام دين ته د خدمت، ديني علومو د تدريس او د شاګردانو د روزنې لپاره وقف کړی و. د خپرو شويو معلوماتو له مخې، آيت‌الله محمداسحاق فياض په ۱۳۰۹ لمريز کال کې د غزني ولايت د جاغوري ولسوالۍ کې زېږېدلی و او د عراق په نجف ښار کې د ۹۶ کلونو په عمر مړ شوی دی. نوموړی د شيعه فقهې له پېژندل شويو څېرو او د تشيع نړۍ له مراجعو څخه و.

- Advertisment -spot_img