چهارشنبه, جون 3, 2026
چهارشنبه, جون 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کرزی: د پاکستان ناامني د اسلام‌آباد د افراطیت پالو پالیسیو پایله ده

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې د مسؤلې کایا کالاس د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، د پاکستان اوسنی امنیتي وضعیت او ستونزې د هغه هېواد د هغو څو لسیزو پالیسیو پایله ده چې د افراطیت د ملاتړ او د افغانستان پر ضد د توندلارو ډلو د کارونې پر بنسټ ولاړې وې. کرزي ټینګار کړی چې په سیمه کې د دوامدار ثبات او امنیت تأمین د دغو پالیسیو له اساسي بیاکتنې او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ښه ګاونډیتوب، متقابل درناوي او همکارۍ له پیاوړتیا سره تړاو لري. د هغه څرګندونې وروسته له هغې مطرح کېږي چې کایا کالاس د دوشنبې په ورځ په اسلام‌آباد کې له د پاکستان د مرستیال صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره په ګډه خبري غونډه کې د پاکستان او د طالبانو د حکومت ترمنځ وروستیو نښتو او کړکېچونو ته په اشارې ویلي وو چې پاکستان د نړیوالو قوانینو له مخې د ځان او خپلو وګړو د دفاع حق لري، خو د تاوتریخوالي د کمولو لپاره یې خبرې اترې او ډیپلوماتیکې لارې چارې تر هوايي بریدونو غوره حل بللی و.

- Advertisment -spot_img