چهارشنبه, جون 3, 2026
چهارشنبه, جون 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

مالیزیا د مسجدالاقصی د یهودي کولو هڅې په کلکه وغندلي

د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت د مسجدالاقصی د یهودي کولو هڅې په کلکه غندلې او هغه یې شرموونکی اقدام او د سپېڅلو مذهبي ځایونو د حرمت ښکاره سرغړونه بللې ده. د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې پر مسجدالاقصی د افراطي ډلو یرغلونه، چې د اسراییلو د پولیسو په ملاتړ ترسره کېږي، د منلو وړ نه دي او پاروونکي اقدامات ګڼل کېږي. په اعلامیه کې راغلي چې د افراطي مېشتو کسانو دغه کړنې د مسجدالاقصی او ختیځ بیت‌المقدس د تاریخي، فرهنګي او مذهبي هویت د بدلولو د هڅو یوه برخه ده. د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د دغو اقداماتو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او د دې بهیر د سمدستي درولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي. همدارنګه په اعلامیه کې له ملګرو ملتونو او د نړۍ له هېوادونو غوښتنه شوې چې د دې وضعیت د پای ته رسولو او د مسؤلو کسانو د حساب ورکولو لپاره عملي اقدامات وکړي. په وروستیو کلونو کې ختیځ بیت‌المقدس او مسجدالاقصی د فلسطین او اسراییلو ترمنځ د ترینګلتیاوو له مهمو موضوعاتو څخه پاتې شوي او پراخ نړیوال غبرګونونه یې راپارولي دي

    - Advertisment -spot_img