لبناني چارواکو ویلي چې حزبالله له هغه پلان سره موافقه کړې چې د امریکا متحده ایالاتو له خوا وړاندې شوی دی. د دغه پلان له مخې، حزبالله به پر اسرائیل خپل بریدونه ودروي او په بدل کې به اسرائیل هم د لبنان پلازمېنه بیروت نه په نښه کوي. خو د دې موافقې له اعلان څو ساعته وروسته، د اسرائیل پوځ ادعا وکړه چې له لبنان څخه توغول شوي دوه توغندي یې شنډ کړي دي. په ورته وخت کې، د لبنان رسمي خبري اژانس راپور ورکړی چې د اسرائیل هوايي بریدونو د دغه هېواد په سوېل کې څو سیمې په نښه کړې دي. د راپور له مخې، د مرجعیون ولسوالۍ اړوند د دبین کلي هم د «ډېرې زورورې چاودنې» شاهد و، چې د سیمې ګڼې برخې یې ولړزولې. دا پرمختګونه داسې مهال رامنځته کېږي چې د حزبالله او اسرائیل ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو او د شخړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.



