دوشنبه, جون 1, 2026
دوشنبه, جون 1, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کایا کالاس په اسلام‌آباد کې له اسحاق دار سره وکتل؛ د پاکستان او اروپايي اتحادیې اړیکې مثبتې بلل شوې

کایا کالاس، د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسووله، د خپل سفر پر مهال په اسلام‌آباد کې د پاکستان له مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر محمد اسحاق دار سره لیدنه او خبرې اترې وکړې. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دې لیدنه کې دواړو لورو د پاکستان او اروپايي اتحادیې ترمنځ د اړیکو پر روان مثبت پرمختګ ټینګار وکړ او د دې متقابلې ګټې لرونکې همکارۍ د لا پیاوړتیا پر اړتیا هوکړه وکړه. همدارنګه په خبرو کې د سیمې او نړۍ پر وروستیو بدلونونو هم نظرونه تبادله شول.

- Advertisment -spot_img