د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د تېرې اوونۍ په ترڅ کې اته کسان د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د جعلي اسنادو د کارولو په تور نیول شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبیدالله فاروقي، ویلي چې دغو کسانو هڅه کوله د جعلي اسنادو او مدارکو په کارولو سره له هېواده بهر سفر وکړي. د هغه په وینا، یو شمېر نیول شویو کسانو په خپلو هویتي اسنادو کې د څېرو او شخصي معلوماتو د بدلون هڅه کړې وه، خو د امنیتي څېړنو پر مهال وپېژندل شول او ونیول شول. چارواکو ټینګار کړی چې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د مسافرو د اسنادو د ارزونې او څېړنې بهیر په جدي ډول دوام لري او د اسنادو جعل، درغلۍ او غیرقانوني سفرونو د هڅو پر وړاندې به قانوني اقدامات ترسره کېږي.



