دوشنبه, جون 1, 2026
دوشنبه, جون 1, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

عراقچي: د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ایران او امریکا خبرې اترې دوام لري

عباس عراقچي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر، ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې اترې او د پیغامونو تبادله د پاکستان په منځګړیتوب لا هم روانه ده او تر هغه چې دې بهیر کومې مشخصې پایلې ته نه وي رسېدلی، په اړه یې وروستۍ قضاوت نه شي کېدای. عراقچي له دولتي خبري اژانس صدا و سیما سره په خبرو کې ویلي، هغه اټکلونه او ګمانونه چې د روانو خبرو اترو په اړه په رسنیو کې مطرح کېږي، تر هغه وخته د اعتبار وړ نه دي چې کومه قطعي پایله ترې ترلاسه شوې نه وي. هغه ټینګار وکړ: «ټول هغه څه چې دا مهال د دغو مذاکراتو په اړه په رسنیو کې خپرېږي، د ګمانونو او اټکلونو په کچه دي او تر هغه چې موضوعات د قطعیت مرحلې ته نه وي رسېدلي، باید ورته اهمیت ور نه کړل شي.» د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره سیاسي سلا مشورې او د پیغامونو تبادله لا هم دوام لري او د دغو هڅو د پایلو په اړه هر ډول ارزونه باید د عملي لاسته راوړنو له څرګندېدو وروسته وشي.

- Advertisment -spot_img