شان وندیویر، د افغانانو د تخلیې د مرستې بنسټ (Afghan Evac) مشر، وايي هغه څه چې د امریکا د کډوالۍ په بهیر کې له پخوانیو افغان همکارانو سره ترسره کېږي «بېرحمانه او قصدي» دي. ونډیویر ټینګار کړی چې دا وضعیت «تصادفي نه دی» او دا یې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ د تګلارو مستقیمه پایله بللې ده. د هغه په وینا، د پخوانیو افغان همکارانو د اخراج یا محدودیتونو لګول د هغو سختو کډوالۍ پالیسیو برخه ده چې د ټرمپ د بیا واک ته رسېدو وروسته پلي شوي دي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکایي ځواکونو له پخوانیو افغان همکارانو سره د چلند او د هغوی د راتلونکي په اړه بحثونه لا هم روان دي.



