د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي د عامه اړیکو دفتر ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸ بېړۍ، چې پکې د تېلو ټانکرونه، کانټینر وړونکې او نور تجارتي کښتۍ شاملې دي، د هرمز له تنګي څخه تېرې شوې دي. په هغه اعلامیه کې چې د یکشنبې په ورځ، د غبرګولي ۱۰مه خپره شوې، ویل شوي چې دغه بېړۍ «د اجازې له ترلاسه کولو وروسته او د سپاه د سمندري ځواکونو له همغږۍ او د امنیت له تأمین» سره خپل مسیر ته دوام ورکړی. سپاه پاسداران زیاته کړې چې د فارس خلیج یې «د سیمې د مسلمان هېوادونو پورې اړوند یوه اوبیزه سیمه» ګڼي او ادعا کوي چې د امریکا په ګډون د بهرنیو ځواکونو شتون او اقدامات په دغه مهمه اوبیزه لار کې د ناامنۍ اصلي عوامل دي. په پای کې په اعلامیه کې ټینګار شوی چې «د هرمز د تنګي هوښیار کنټرول او څارنه په دوامداره توګه او په پوره ځواک سره روانه ده.»



