شنبه, مې 30, 2026
شنبه, مې 30, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ندیم امیري د افغان‌تباره لوبغاړو لپاره د نړیوال جام د تاریخ جوړولو درشل ته رسېدلی

ندیم امیري، د جرمني د ماینڅ کلب ۲۹ کلن افغان‌تباره منځني ډګر لوبغاړی، د دې چانس لري چې د فوټبال په نړیوال جام کې د لوبېدو له لارې لومړنی افغان‌تباره لوبغاړی شي چې په دې سیالیو کې برخه اخلي. هغه د تېر فصل له ځلېدونکو لوبو وروسته د جرمني د فوټبال ملي لوبډلې سرمربي یولیان ناګلزمان له خوا ملي لوبډلې ته بلل شوی او د ۲۰۲۶ نړیوال جام په سیالیو کې د ګډون لپاره قوي چانس لري. امیري، چې د جرمني د بېلابېلو ملي عمرپایه او ملي لوبډلو لپاره یې نږدې ۶۰ لوبې ترسره کړې دي، د جرمني په غوره فوټبال لیګ کې بریالی فصل تېر کړ او یو ځل بیا یې د ملي لوبډلې د تخنیکي مسئولانو پام ځانته واړاوه. هغه د ۲۰۲۵–۲۰۲۶ فصل په ترڅ کې د ماینڅ لپاره په ۲۶ سیالیو کې ولوبېد، ۱۲ ګولونه یې وکړل او دوه ځله یې خپلو ملګرو ته د ګول وهلو زمینه برابره کړه. دغه کړنې د ۲۰۲۶ نړیوال جام لپاره د جرمني د ملي لوبډلې په نوملړ کې د هغه د ځای د پیاوړتیا لامل شوې ده.

- Advertisment -spot_img