د انټرفاکس خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۶مه، راپور ورکړی چې دغه تړون په مسکو کې د «نړیوال امنیت فورم» په ترڅ کې لاسلیک شوی دی. د راپور له مخې، د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د دغې غونډې په څنډه کې د روسیې د امنیت شورا له منشي سرګي شویګو سره لیدلي دي. یعقوب مجاهد په دې لیدنه کې ویلي چې له روسیې سره تعامل د طالبانو لپاره مهم دی او دواړو لورو خپلې دوهاړخیزې اړیکې پراخې کړې دي. هغه زیاته کړې چې افغانستان او روسیه تاریخي اړیکې لري او طالبان غواړي دغه اړیکې دوام ومومي او لا پراخې شي. سرګي شویګو هم په دې لیدنه کې له لوېدیځو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي او د دغه هېواد د بیارغونې مسوولیت ومني. دا په داسې حال کې ده چې شویګو تر دې وړاندې د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د امنیت شوراګانو د منشیانو په غونډه کې، چې په بیشکیک کې جوړه شوې وه، ویلي وو چې روسیې د طالبانو له مشرتابه سره «عملګرا» خبرې اترې رامنځته کړې دي. هغه همداراز ټینګار کړی و چې مسکو په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو له رسمیت پېژندلو وروسته، له دې ډلې سره په امنیتي، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې خپلې همکارۍ پراخوي. پوځي او تخنیکي تړونونه معمولاً د وسلو، پوځي ټکنالوژۍ او ګډو دفاعي پروژو په برخو کې همکارۍ رانغاړي. روسیه په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، له هغو لومړنیو هېوادونو څخه وه چې له طالبانو سره یې خپلې اړیکې پراخې کړې. د روسیې سترې محکمې په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو د فعالیت بندیز وځنډاوه او له هغې وروسته مسکو طالبان په رسمیت وپېژند.



