پنجشنبه, مې 28, 2026
پنجشنبه, مې 28, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د امریکا او ایران ترمنځ تازه ترینګلتیا؛ په خلیج کې متقابل بریدونه

یو امریکايي چارواکي ویلي چې امریکايي ځواکونو د ایران اړوندو اهدافو پر ضد تازه بریدونه کړي دي. د نوموړي په وینا، په دغو بریدونو کې هغه ایراني بې‌پیلوټه الوتکې په نښه شوې چې د امریکايي ځواکونو او د هرمز تنګي د کښتۍ چلونې لپاره “ګواښ” بلل شوې دي. بل لور ته، د ایران د سپاه پاسداران عامه اړیکو ویلي چې د پنجشنبې ورځې سهار (د غبرګولي ۷مه) د بندرعباس هوايي ډګر څنډې ته د امریکا پوځ تر برید وروسته، هغه امریکايي هوايي اډه په نښه شوې چې د “تجاوز سرچینه” بلل شوې ده. سپاه پاسداران د دغې اډې د دقیق موقعیت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي. په ورته وخت کې، د کویټ پوځ ویلي چې د دغه هېواد هوايي دفاع څو “دښمنانه” توغندیز او بې‌پیلوټه بریدونه شنډ کړي دي. امریکا د سیمې په یو شمېر هېوادونو، له هغې ډلې کویټ کې، پوځي اډې لری

- Advertisment -spot_img