هغه وویل: د سیمې وضعیت بدل شوی او جګړې تر ګاونډیو هېوادونو رسېدلې دي.
افغانستان له بېساري انزوا سره مخ دی او نړۍ اوس افغانستان ته د امنیتي اندېښنو له نظره ګوري.
مشروعیت د زور او ادعا له لارې نه، بلکې د ملت له ارادې ترلاسه کېږي.
فقر، لوږه او اقتصادي ستونزې د ناسمو انتخابونو پایله ده.
د نجونو زدهکړې، د ځوانانو راتلونکی او د ښځو ګډون اساسي موضوعات دي.
ملي وحدت او ملي اجماع د افغانستان د راتلونکې لپاره ضروري بلل شوې ده.
هغه د افغانانو ترمنځ د ملي خبرو او تفاهم غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د افغان په لاس د افغان وینه تویېدل باید بیا تکرار نه شي. اشرف غني ویلي، چمتو دی چې د سولې، سوکالۍ او مشروع نظام لپاره خپله ونډه ادا کړي.



