سه شنبه, مې 26, 2026
سه شنبه, مې 26, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

رحمت‌الله نبیل: ګومان شته چې ایران په نږدې راتلونکي کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني

رحمت‌الله نبیل، د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس، په تازه څرګندونو کې ویلي چې احتمال شته د ایران اسلامي جمهوریت په نږدې راتلونکي کې د طالبانو حکومت د افغانستان د رسمي حکومت په توګه په رسمیت وپېژني. هغه د دوشنبې په ورځ (۴ غبرګولي) په خپل ایکس پاڼه لیکلي چې دا ممکنه پرېکړه د تهران د جیوپولیتیکو محاسبو او معاملې په چوکاټ کې ترسره شي. نبیل زیاته کړې: «د موجودو معلوماتو پر بنسټ، امکان شته چې د ایران اسلامي جمهوریت په نږدې راتلونکي کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.» په دې اړه تر اوسه هېڅ ایراني چارواکي رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

- Advertisment -spot_img