دوشنبه, مې 25, 2026
دوشنبه, مې 25, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

رویترز او فرانس خبري اژانس د يوې باخبره سرچينې له قوله راپور ورکړی چې د ايران د پارلمان رئيس محمدباقر قاليباف او د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي په غيرمنتظره ډول دوحې ته سفر کړی دی.

د راپورونو له مخې، د دغه سفر موخه د قطر له لومړي وزير سره خبرې بلل شوې دي او د بحثونو مهم محورونه «د هرمز تنګي» او «د ايران غني شوي يورانيم زېرمه» ياد شوي دي. په همدې حال کې، ايراني رسنيو تر دې وړاندې راپور ورکړی و چې د ايران د مرکزي بانک مشر عبدالناصر همتي د بندو شتمنيو د ازادېدو د بهير د څېړلو او د مذاکراتو د اقتصادي کمېسيون په چوکاټ کې قطر ته سفر کړی دی. ويل کېږي چې د قطر يو پلاوی هم تېره اوونۍ تهران ته تللی و، په داسې حال کې چې له امريکا سره د مذاکراتو په تړاو د ايران له مهمو غوښتنو څخه يوه د کنګل شويو مالي سرچينو ازادول بلل کېږي.

- Advertisment -spot_img