د امریکا د پټو خدماتو اداره (US Secret Service) وايي چې د سپینې ماڼۍ په شاوخوا کې یو وسلهوال کس د امنیتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې وژل شوی دی. د راپور له مخې، د استخباراتي ادارې امنیتي کسانو د مشکوک بریدګر پر وړاندې ځوابي ډزې وکړې او هغه یې وویشت. ویل کېږي چې یاد کس یو نږدې روغتون ته لېږدول شوی و، خو هلته یې مړینه اعلان شوې ده. په پېښه کې یو لاروی هم د مرمۍ د لګېدو له امله ټپي شوی دی. چارواکي وايي د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.



