یکشنبه, مې 24, 2026
یکشنبه, مې 24, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

زلنسکي د اروپايي ټولنې د بې‌حق رأي غړيتوب وړاندیز ناعادلانه وباله او رد يې کړ

ولودیمیر زلنسکي، د اوکراین ولسمشر، د آلمان هغه وړاندیز چې اوکراین دې په اروپايي ټولنه کې له حق رأی پرته شامل شي، «ناعادلانه» بللی او رد کړی یې دی. د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې، زلنسکي په یوه لیک کې د اروپايي ټولنې مشرانو ته ویلي چې اوس د دې وخت رارسېدلی چې اوکراین په بشپړ ډول د اروپايي ټولنې د غړیتوب پر لور مخکې ولاړ شي. هغه د روسیې له جګړې سره د تړاو په اشاره ویلي چې اوکراین د اروپا د امنیت د دفاع په لومړۍ کرښه کې دی او باید په اروپايي جوړښتونو کې د برابر حقونو خاوند وي. زلنسکي ټینګار کړی چې د محدود یا نیمګړي غړیتوب هر ډول بڼه کولی شي د روانې جګړې په شرایطو کې ناسم سیاسي پیغام ولېږي.

- Advertisment -spot_img