شنبه, مې 30, 2026
شنبه, مې 30, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

راپور: اسرائیل د ایران او امریکا له مذاکراتو تر ډېره څنګ ته شوی

اسرائیلي شبکې «آی۲۴نیوز» د نیویارک ټایمز ورځپاڼې له قوله راپور ورکړی چې امریکا اسرائیل نږدې په بشپړه توګه له ایران سره د مذاکراتو له بهیر څخه څنګ ته کړی دی. د راپور له مخې، د اسرائیلو دوو امنیتي چارواکو ویلي چې تل‌ابیب په هغو خبرو کې حضور نه درلود چې د اوربند تر اعلان مخکې ترسره شوې وې او یوازې یې د سیمه‌ییزو ډیپلوماتیکو اړیکو او خپلو استخباراتي سرچینو له لارې د واشنګټن او تهران ترمنځ د مذاکراتو بهیر څارلی دی. نیویارک ټایمز لیکلي چې سره له دې چې بنیامین نتانیاهو د ایران پر ضد د جګړې په پیل کې له ډونالډ ټرمپ سره نږدې همغږي لرله، خو اوس په دغه بهیر کې د اسرائیلو رول کم شوی دی.

- Advertisment -spot_img