د طالبانو د حکومت د د ټولګټو وزارت اعلان کړی چې د سالنګ لويه لار د شمالي سالنګ په ځينو برخو کې د سېلابونو د راوتلو له امله په موقتي ډول د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده. د دې وزارت وياند، محمد اشرف حقشناس، نن جمعه ۱ غبرګولی په اېکس کې د يوې خبرپاڼې په خپرولو ويلي چې د تخار ـ بدخشان لويه لار هم د «قرهکمر» په سيمه کې د سېلابونو د جاري کېدو له امله تړل شوې ده. د هغه په وينا، له خلکو غوښتنه شوې چې تر بلې خبرتيا پورې په دغو لارو کې له تګ راتګ څخه ډډه وکړي. د ټولګټو وزارت وياند زياته کړې چې تخنيکي ډلې د دغو لارو د پاکولو او بيا پرانيستلو په چارو بوختې دي.



