چهارشنبه, جون 3, 2026
چهارشنبه, جون 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اروپايي پارلمان د طالبانو د «محاکمو جزايي اصول‌نامه» وغندله او د لغوه کېدو غوښتنه یې وکړه

اروپايي پارلمان د پنجشنبې په ورځ، د غويي په ۳۱مه، د یوې نوې پرېکړه‌لیک په صادرولو سره د طالبانو د حکومت «محاکمو جزايي اصول‌نامه» په سختو ټکو وغندله او د هغې د سمدستي لغوه کېدو غوښتنه یې وکړه. د اروپايي پارلمان استازو په دې پرېکړه‌لیک کې خبرداری ورکړی چې دغه قانون کولای شي په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د سیستماتیک ځپنې بهیر لا پسې پیاوړی کړي او د هغوی پر اساسي حقونو او ازادیو نور محدودیتونه هم ولګوي. په دې سند کې همداراز راغلي چې د دې اصول‌نامې ځینې مادې، د اروپايي استازو له نظره، د «جنسیتي اپارتاید»، بدني مجازاتو او د مدني حقونو د لا محدودولو لپاره د مشروعیت زمینه برابروي؛ هغه موارد چې د دوی په باور د بشري حقونو جدي نقض او له نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې دي. اروپايي پارلمان له طالبانو غوښتي چې دغه اصول‌نامه لغوه کړي او د ټولو اتباعو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، اساسي حقونو ته درناوی وکړي. دغه بنسټ همداراز په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره د نړیوالو فشارونو پر دوام ټینګار کړی دی.

- Advertisment -spot_img