د ساها هوايي شرکت د لومړي ځل لپاره د ایران د مشهد ښار او د مزارشریف د مولانا جلالالدین بلخي نړیوال هوايي ډګر ترمنځ خپلې مستقیمې الوتنې پیل کړې دي. د دغو الوتنو د پرانیستې په مراسمو کې د مولانا جلالالدین بلخي نړیوال هوايي ډګر مرستیال، مولوي عبدالغفار فاروقي، وویل چې د دې الوتنو پیل کولای شي د افغانستان او ایران ترمنځ ترانسپورتي اړیکې پراخې کړي او مسافرو ته د اسانه او غوره سفر زمینه برابره کړي. همداراز د ساها هوايي شرکت استازي، علي همدرد، وویل چې یاد شرکت د خلکو اړتیاوو ته د ځواب ویلو او د هوايي سفرونو د اسانتیا په موخه د مشهد او مزارشریف ترمنځ منظمې الوتنې پیل کړې دي. په همدې حال کې، د شمال زون د سیاحتي شرکتونو د اتحادیې رئیس، حاجي حامد صمیم، د دې هوايي کرښې پرانیسته د افغانستان او ایران ترمنځ د ترانسپورتي خدماتو د پراختیا لپاره مهم ګام وباله او هیله یې څرګنده کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان او د سیمې د نورو هېوادونو ترمنځ د الوتنو شمېر او هوايي مسیرونه زیات شي.



