ایران په هرمز تنګي کې د یوې نوې سمندري کنټرول سیمې د جوړېدو خبر ورکړی؛ هغه اقدام چې کولی شي د نفتو او نړیوالې سوداګرۍ پر یوه له تر ټولو مهمو لارو د تهران څارنه زیاته کړي. د ایران د فارس خلیج تنګي ادارې په اېکس شبکې کې په یوه پیغام کې ویلي چې دا سیمه په ختیځه برخه کې د «کوه مبارک» له سیمې څخه د فجیره ښار سوېل ته غځېږي او د هرمز تنګي ختیځ ورننوتی پوښي. د دغې اعلامیې له مخې، په لوېدیځه برخه کې هم دا محدوده له قشم ټاپو څخه تر امالقوین سیمې پورې غځېدلې ده. ایراني چارواکو ویلي، ټولې بېړۍ او سمندري وسایط چې غواړي له دې لارې تېر شي، باید له حرکت وړاندې د ایران له اړوندو ادارو سره همغږي وکړي او اجازهلیک ترلاسه کړي. دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې هرمز تنګی د نفتو، ګازو او سوداګریزو توکو د لېږد لپاره د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي، او په دې مسیر کې هر ډول محدودیت، د څار زیاتوالی یا د تګ راتګ په بهیر کې بدلون کولی شي د نړیوالې انرژۍ بازار، نړیوالې سوداګرۍ او سیمهییز سمندري امنیت اغېزمن کړي.



