په کابل کې محلي سرچینې وايي، د سهشنبې په ورځ، د ثور په ۲۹مه، د کابل پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي یو فارغالتحصیل د بېکارۍ او سختو اقتصادي ستونزو په اعتراض کې د ځانسوزۍ هڅه کړې ده. د عیني شاهدانو په وینا، په سیمه کې موجودو خلکو په وخت مداخله کړې او دغه ځوان یې ژغورلی دی. راپورونه زیاتوي چې په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د بېکارۍ کچه او اقتصادي فشارونه زیات شوي دي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)