یکشنبه, مې 24, 2026
یکشنبه, مې 24, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د هرمز تنګي په پرانیستلو د امریکا او چین ټینګار

د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ او د هغه چینایي سیال شي جین پینګ موافقه وکړه چې د هرمز تنګی باید پرانیستی پاتې شي. د دواړو ولسمشرانو ترمنځ خبرې چې د پنجشنبې په ورځ یې په پیکنګ کې ترسره کړې دوه ساعته دوام وکړ. سپینې ماڼۍ دا خبرې اترې “یوه ښه ناسته” وبلله او ویې ویل چې ټرمپ او شي جین پینګ د ایران، د فینټانیل (مخدره مواد) قاچاق، چین کې امریکایي شرکتونو ته د بازار د لاسرسي، په متحده ایالاتو کې د چین د پانګونې د زیاتوالي او د امریکایي کرنیزو محصولاتو د لازیات پیرودو په اړه خبرې وکړې. سپینې ماڼۍ همدارنګه ویلي چې دواړو لورو موافقه وکړه چې د هرمزتنګی باید پرانستی پاتې شي ترڅود ازادې انرژۍ مسله ډاډمنه شي. دغه سرمشریزه، چې د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر راهیسې د دواړو مشرانو ترمنځ لومړۍ مخامخ ناسته وه، له تشریفاتي مراسمو نیولې، د سوداګرۍ، ټایوان، ټکنالوژۍ او د ایران د جګړې د پراخو اغیزو مسایلو په اړه بحثونه پکې شامل وو. دغه سرمشریزه به د مې په ۱۵مه نېټه دوام وکړي او تمه کېږي چې اضافي بحثونه به د مصنوعي ځیرکتیا، د صادراتو په برخه کې د محدودیتونو او د روسیې او اوکراین د جګړې اړوند جیوپولیتیکي ترینګلتیاوو باندې متمرکز وي.

    - Advertisment -spot_img