د «بیان د ازادۍ مرکز» درېیمه کلنۍ غونډه د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د کاناډا په ټورنټو ښار کې د شاوخوا ۳۰۰ جلاوطنو خبریالانو، رسنیزو فعالانو او اکاډمیکو او سیاسي څېرو په حضور کې ترسره شوه. په دې غونډه کې د اسیا، اروپا، منځني ختیځ، افریقا او جنوبي امریکا له شاوخوا څلوېښتو هېوادونو څخه جلاوطن خبریالانو ګډون کړی و. سربېره پر دې، د رسنیو د ملاتړ بنسټونو یو شمېر مسئولينو، د پوهنتون استادانو، محصلینو، کاناډایي سیاستوالو او په کاناډا کې افغان خبریالانو هم په دې غونډه کې برخه اخیستې وه. د بيان د ازادۍ مرکز پهدې اړه يوه اعلاميه کې ويلي، د دې غونډې اصلي محور د بیان د ازادۍ وضعیت او د جلاوطنو خبریالانو جدي ستونزو ته ځانګړی شوی و. هغه خبریالان، چې ډېری یې د ګواښونو، سانسور، سیاسي فشارونو او امنیتي خطرونو له امله له خپلو هېوادونو وتلي دي. د غونډې په پیل کې د بیان د ازادۍ مرکز بنسټګر او مشر نجیب اصیل په نړۍ کې د جلاوطنو خبریالانو د وضعیت په اړه خبرې وکړې. هغه ویلي، چې جلاوطنه خبریالان نن له پراخو ستونزو سره مخ دي او ډېری یې، سره له دې، چې د خبریالۍ په برخه کې کلونه تجربه او لوړې زده کړې لري، په کوربه هېوادونو کې د رسنیو په برخه کې د کار موندلو توان نه لري. ښاغلي اصیل زیاته کړې، چې د بیان د ازادۍ مرکز په تېرو درېیو کلونو کې توانېدلی، چې د جلاوطنو خبریالانو او رسنیزو فعالانو یوه شبکه جوړه کړي، چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه سلګونه خبریالان سره نښلوي. هغه ویلي: په تبعید کې د رسنیزو فعالیتونو دوام آسانه نه دی. ډېری خبریالان د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړ کېږي، چې په غیر مسلکي برخو کې کار وکړي او هممهاله له رواني فشارونو، له کورنۍ څخه د لرېوالي او امنیتي اندېښنو سره مخ وي. په غونډه کې د بيبيسي نړیواله ارشد خبریاله او د «په کابل کې تر ټولو ښه هوټل: د افغانستان د خلکو تاریخ» کتاب لیکواله لیز دوسټ، د پروګرام ځانګړې مېلمنه وه. هغې د سيبيسي شبکې له مجري نهلا اید سره په خبرو کې تر ډېره د نړۍ د بیان د ازادۍ وضعیت او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د رسنیو په برخه کې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو او معلوماتو ته د لاسرسي په اړه تمرکز وکړ او د افغانستان د جلاوطنو خبریالانو رول یې د هېواد د بدلونونو په مستندسازۍ کې وستایه. د دې غونډې د بلې برخې وروستی بحث د «څنګه کولای شو د خپل هېواد په اړه راپور ورکړو، کله چې بېرته ورتلای نه شو» تر عنوان لاندې جوړ شو. د دې بحث مشري د والروس رسنۍ مشرې جینیفر هالت کوله. په دې پاینل کې د افغانستان انټرنشنل شبکې مشر هارون نجفيزاده، له اکوادور څخه ارشد تحقیقي خبریال اندرسن بوسکن، له ترکیې جلاوطنه تحقیقي خبریاله آرزو یلدز او له فلسطین څخه د الجزیرې پخوانی خبریال له ولید بتراوي، د تبعید د خبریالۍ د ستونزو په اړه خبرې وکړې. ګډونوالو په پیل کې د بیان د ازادۍ او په تبعید کې د رسنیز کار د ستونزو په اړه خپلې شخصي تجربې شریکې کړې او وروسته یې د سرچینو د لاسرسي محدودیتونه، امنیتي ستونزې، رواني فشارونه او همدا راز د جلاوطنو خبریالانو او نړیوالو رسنیزو شبکو ترمنځ د همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ، ترڅو وکولای شي له محدودیتونو سره سره د خپلو هېوادونو د خلکو غږ نړۍ ته ورسوي. د غونډې په پای کې، یو شمېر رسنیزو فعالانو او د بیان د ازادۍ مدافعانو د جلاوطنو خبریالانو د لا زیات ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ.



