چهارشنبه, مې 6, 2026
چهارشنبه, مې 6, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

واحدالله نژند روانه اوونۍ له خپل ارجنټایني سیال سره مخ کېږي

د ازاده مبارزو افغان لوبغاړی واحدالله نژند به راتلونکې شنبه د غویي ۱۹مه د ارجنټاین له لوریانو سټاروپولي سره مخ شي. دغه لوبه به د FNC سازمان په ۳۰م پړاو کې د ۷۷ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې د کرواسیا په زادار ښار کې ترسره شي. نژند چې پخوا یې په اوکټاګون سازمان کې سیالي کوله، د ۱۴۰۴کال د مرغومي په وروستیو کې یې له FNC سازمان سره یو تړون لاسلیک کړ. هغه په خپلو ۱۲ مسلکي سیالیو کې ۱۰ بریاوې او ۲ ماتې لري، په‌داسې حال کې چې د هغه ارجنټاینی سیال ۱۳ بریاوې او ۷ ماتې لري. د نژند وروستۍ لوبه په اوکټاګون سازمان کې د تاجک لوبغاړي شوخ نظروف پر وړاندې وه، چې له سختو ټپونو سره، سره وتوانېده خپل سیال له «کېمورا» تخنیک سره مات کړي.

- Advertisment -spot_img