د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سيدعباس عراقچي له خپل چيني سیال وانګ يي سره په بیجينګ کې ليدلي دي. د مهر خبري اژانس د راپور له مخې، سيدعباس عراقچي د يوه ډيپلوماتيک پلاوي په مشرۍ بیجينګ ته سفر کړی دی. په راپور کې راغلي، چې عراقچي او وانګ يي د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو او همکاریو په اړه خبرې کړې دي. په همدې حال کې، رويټرز هم د دې ليدنې په اړه راپور خپور کړی دی. د راپور له مخې، چین ته د عراقچي يو ورځنی سفر د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پلان شوي سفره يوه اوونۍ مخکې ترسره شوی چې ټاکل شوې د چين له ولسمشر شي جين پينګ سره وګوري. د راپور پر بنسټ، ټاکل شوې ټرمپ د روان ميلادي مياشتې په ۱۴مه چين ته سفر وکړي.



