د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا مېلوني له هر هغه احتمالي پرېکړې سره مخالفت کړی، چې د ډونالډ ټرمپ له لوري له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه نیول کېدای شي. د راپور له مخې، مېلوني د دوشنبې په ورځ د «اروپايي سیاسي ټولنې» غونډې په څنډه کې، چې د ارمنستان په پلازمېنه ایروان کې ترسره شوې وه، ویلي چې دا پرېکړه د هغې په واک کې نه ده، خو په شخصي توګه به له دې سره موافقه ونه لري. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ټرمپ تېره اوونۍ له ایټالیا او هسپانیا څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو احتمال مطرح کړی و او ویلي یې وو چې دا اقدام «ښايي» ترسره شي. د راپور په دوام کې راغلي چې مېلوني همداراز له مارکو روبیو، د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره د احتمالي لیدنې خبر هم ورکړی دی. ټاکل شوې، چې روبیو په راتلونکو ورځو کې روم ته سفر وکړي او د ډیپلوماټیکو خبرو تر څنګ به له پاپ لېو سره هم وګوري.



