د يمن سمندري ځواکونو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د سمندر له غاړې د ناپېژانده وسلهوالو لهخوا د تېلو يوه بېړۍ تښتول شوې ده. سمندري ځواکونو ويلي، وسلهوالو لومړی د بېړۍ کنټرول په خپل لاس کې اخيستی او بيا يې د سوماليا لور ته بېولې ده. دغو ځواکونو خبر ورکړی، په همدې موخه يې څو نورې کښتۍ عدن خليج ته لېږلي دي. تر دې مخې د برېتانيا سمندري ځواکونو مرکز چې د نړيوالو بار وړونکو کښتيو څارنه کوي، خبر ورکړی و، چې د يمن په جنوب لوېديځ کې يوې بېړۍ ته دوه کوچنۍ کښتۍ ور نژدې شوې وې. له يمن د بېړۍ د تښتول کېدو خبر داسې مهال ورکول کېږي، چې منځني ختيځ کې د روان کړکېچ له امله د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بيې پام وړ لوړې شوي دي.



