د مې درېيمه چې د مطبوعاتو د ازادۍ له نړيوالې ورځې سره برابره ده، داسې مهال رارسيږي، چې افغانستان کې ډېری رسنۍ د مالي او اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي دي. پر افغانستان د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته ډېری تصويري، غږيزي، چاپي او انلاين رسنۍ لهدې امله وتړل شوې، چې مخکې يې د اعلاناتو او يوشمېر پروژو څخه خپل عايدات پوره او د رسنيو لګښتونه يې پرې کول. د افغانستان د ژورنالېستانو ملي ټولنې د معلوماتو لهمخې، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ تر ۱۵مې مخکې، ۱۵۰ ټلوېزیوني شبکې، ۳۰۵ راډیوګانې، ۹۰ چاپي رسنۍ او ۳۶ آنلاین اژانسونه فعال وو؛ خو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې راهیسې کله چې طالبان واک ته ورسېدل، افغانستان ۴۸ سلنه رسنۍ او ۶۷ سلنه خبریالان له لاسه ورکړي. بل پلو د بې پولې خبریالانو نړیوال سازمان ویلي، چې پر نړیوالو مرستو د رسنیو ولاړ اقتصاد د مرستو د کمښت او بندېدو له امله له جدي ننګونو سره مخ شو. د یاد سازمان په وینا، افغانستان کې پر خبریالانو فشار او ځپنه په دوامداره توګه زیاته شوې او له هرو لسو ښځینه خبریالانو څخه اته یې کار پرېښی او پاتې يې له ګڼو محدودیتونو سره مخ دي. دغه راز د افغانستان د خبریالانو مرکز هم ويلي، چې د نړیوالو مرستو د بندېدو له کبله ډېری خپلواکې رسنۍ اړ شوي خپل فعالیتونه محدود او د کارکوونکو په شمېر کې کموالی راولي، چې دغه وضعیت په ولایتونو کې فعالې رسنۍ تر ډېره ځپلې دي. دا پهداسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو بشري حقونو څانګې د مې درېيمه د مطبوعاتو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې افغانستان کې رسنۍ د نړیوالو مالي او تخنیکي مرستو د کمېدو له امله سختې زیانمنې شوې دي. ملګرو ملتونو دغه راز له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغان خبریالانو تر څنګ ودرېږي. په افغانستان کې ډېری رسنۍ د اقتصادي ستونزو او محدودیتونو له امله تړل شوي او ځینو يې بیا خپل کارکوونکي ځواب کړي، دغه راز له هرو لسو ښځینه خبریالانو څخه اته یې کار پرېښی او پاتې يې له ګڼو محدودیتونو سره مخ دي.



