جمعه, مې 1, 2026
جمعه, مې 1, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

سور صلیب: د پاکستان له لوري د نورستان د لارو بندېدو له امله ۱۳۶ زره افغانان اغېزمن شوي

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې د افغانستان په ختیځ کې شاوخوا ۱۳۶ زره کسان وروسته له هغې چې له پاکستان سره تاوتریخوالي یوه مهمه لاره بنده کړه، د څو اوونیو په مخه له خوړو، روغتیايي خدمتونو او نورو اساسي اسانتیاوو بې‌برخې شوي وو. دا وضعیت د فبرورۍ په نیمایي کې د نښتو له زیاتېدو وروسته رامنځته شو، چې د نورستان ولایت د کامدېش او برګ‌مټال ولسوالیو ترمنځ اصلي لاره یې نژدې دوې میاشتې بنده کړه او د لېرې غرنیو سیمو خلک یې منزوي کړل. د یادې کمېټې په وینا، د سیمه‌ییزو چارواکو او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱۷ زره کورنۍ اغېزمنې شوې، چې له امله یې خلک بازارونو، درملنې او اړینو توکو ته لاسرسی نه درلود. د سره صلیب نړیوالې کمېټې، وروسته له هغو اوږدو خبرو چې د جګړې له ښکېلو اړخونو سره د لارې د خلاصون په اړه وشوې، د افغانستان سرې میاشتې ټولنې او د خوړو نړیوال پروګرام په مشرۍ ګډ بشري غبرګون د اپرېل په ۲۱مه پیل شو. یادې ادارې ویلي چې د لارې د بندېدو په ترڅ کې په دغو ولسوالیو کې بشري وضعیت ډېر خراب شوی و، خلک د خوړو، سونګ، درملو او بنسټیزو خدمتونو له کمښت سره مخامخ وو، او د تګ راتګ محدودیتونو د لویو روغتونونو ته د ناروغانو د رسېدو مخه نیولې وه. روغتیايي مرکزونه هم تر سخت فشار لاندې وو، ځکه اړین درمل او وسایل کم وو او د جګړې له امله ټپیان او بې‌ځایه شوي کسان زیات شوي وو. د مرستو رسولو بهیر د سیمه‌ییزو رضاکارانو او ټولنیزو شبکو په همغږۍ ترسره شو، څو هغو لرې پرتو سیمو ته ورسېږي چې لاسرسی ورته ستونزمن دی. د افغانستان او پاکستان ترمنځ هغه نښتې چې د فبرورۍ له وروستیو پیل شوې، د مسافرو او سوداګرۍ پر وړاندې ټولې سرحدي لارې تړلې دي او په ختیځو ولایتونو کې یې لسګونه ملکي وګړي هم وژلي دي.

- Advertisment -spot_img