شنبه, مې 2, 2026
شنبه, مې 2, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

امریکا په یو شمېر هېوادونو د نږدې ۹ میلیارد ډالرو په ارزښت وسلې پلوري

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له ۸.۶ میلیارده ډالرو څخه زیاتې پوځي وسلې به په منځني ختیځ کې په خپلو متحدانو ته وپلوري. په دې تړون کې اسراییل، قطر، کویټ او متحده عربي امارات شامل دي. قطر ته د پټریوټ هوايي او توغندیز دفاعي سیسټم د ملاتړ او خدماتو د څه باندې ۴میلیارده ډالرو قرارداد منظور شوی دی. اسراییلو ته د دقیقو وسلو او پرمختللو هدایت شویو وسلو د سیستمونو د نږدې ۲ میلیارده ډالرو په ارزښت پلور تصویب شوی دی. همداراز، کویټ او متحده عربي اماراتو ته هم د مدغم جنګي او دفاعي سیسټمونو د سلګونو میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه تایید شوي دي.

- Advertisment -spot_img