د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سيآیاې) د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن د وژل کېدو د ۱۵ کلیزې په مناسبت یو تفصیلي راپور خپور کړی، چې په کې د هغه د موندنې، څارنې او پر ضد د پوځي عملیاتو بشپړ بهیر بیان شوی دی. د سپتمبر له ۱۱ وروسته د تعقیب پیل: د راپور له مخې، بن لادن، چې د ۲۰۱۱ م کال د مې د میاشتې د دوهمې نېټې په لومړیو ساعتونو کې د پښتونخوا په ایبټ اباد کې د کاکول پوځي اکاډیمۍ ترڅنګ ووژل شو، له ۱۹۹۰مو کلونو راهیسې تر څارنې لاندې و. استخباراتي ادارو په ځانګړي ډول د هغه پر نژدې کسانو تمرکز وکړ، چې له ډلې یې یو مهم استازی یا ځري کلیدي رول درلود. دغه کس چې په لومړیو کې په مستعار نوم پېژندل کېده، له اوږدې څېړنې وروسته په خپل اصلي هویت سره وپېژندل شو. په ابیټآباد کې د پټنځای موندل: راپور زیاتوي، چې همدې استازي استخباراتي ټیمونه د پاکستان د ابیټآباد ښار یوې ځانګړې استوګنې ودانۍ ته ورسول. دې ځای غیرعادي امنیتي ځانګړتیاوې لرلې؛ لکه لوړ دېوالونه له اغزن تار سره، څو دروازې، تړل شوې کړکۍ، د ټیلیفون او انټرنېټ نشتوالی او د کثافاتو سوځول. دې ټولو نښو شکونه زیات کړل، چې ښايي مهم کس په کې پټ وي. د عملیاتو چمتووالی: سيآیاې ويلي، کله چې د بن لادن د شتون احتمال قوي شو، ځانګړو ځواکونو سخت تمرینونه پیل کړل. حتی د ودانۍ بشپړ ماډل جوړ شو، تر څو عسکر د عملیاتو تمرین وکړي. دا عملیات د هغه وخت د امریکا د ولسمشر بارک اوباما په اجازه ترسره شول، چې هدف یې د ملکي تلفاتو کمول او د عملیاتو د دقت زیاتول و. د عملیاتو اجرا او د بن لادن وژل: د راپور له مخې، د شپې ناوخته ځانګړي ځواکونه د څرخکو په وسیله ایبټ اباد او د بن لادن ودانۍ ته داخل شول. که څه هم یوه څرخکه د کښته کېدو پر مهال زیانمنه شوه، خو عملیاتو بې ځنډه دوام وکړ. بن لادن په لنډ وخت کې وپېژندل شو او ووژل شو. وروسته د هغه هویت د بېلابېلو لارو په کارولو سره تایید شو او جسد یې سمندر ته وغورځول شو.لاس ته راغلي اسناد او د هغه رول: سيآیاې ویلي، چې له ودانۍ څخه ډېر مهم اسناد ترلاسه شول، چې ښيي بن لادن تر وروستیو شېبو پورې د القاعده فعال مشر پاتې شوی و او ستراتیژیکې او عملیاتي لارښوونې یې ورکولې. همدا راز څرګنده شوې، چې هغه پلان درلود خپل پټنځای بدل کړي، خو دا کار ونه شو. سيآیاې ټینګار کوي، چې د بن لادن وژل د القاعده د کمزوري کولو په هڅو کې یو مهم تاریخي پړاو و او دا بریا د استخباراتي او پوځي ادارو د نږدې همکارۍ پایله وه.



