د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ په یوې تازه خبرپاڼې کې د طالبانو د حکومت لخوا د “مبلغینو قانون” پر رسمي خپرېدو ژوره اندېښنه ښودلې ده. ریچارډ بینیټ ویلي چې دا قانون یواځې د “حنفي فقهې” په ګټه جوړ شوی او د نورو مذهبي مذاهبو پر وړاندې د تبعیض بڼه لري. نوموړي ویلي، چې دغه ډول پرېکړې د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي، ځکه نړیوال قوانین د مذهبي او قومي اقلیتونو د حقونو پر خونديتوب ټینګار کوي. بینیټ زیاته کړې، چې د دغه نوي قانون په اړه یې هر اړخیزه څېړنه او تحلیل پیل کړی، ترڅو د هغې ټول ابعاد روښانه کړي.



