چهارشنبه, اپریل 29, 2026
چهارشنبه, اپریل 29, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پر فرضي کرښه د جګړو په بیا پیلېدو د اوچا اندېښنه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د فرضي کرښې په اوږدو کې جګړه له سره پیل شوې او ملکیانو ته زیان رسوي. دغې ادارې یوه تازه راپور کې ویلي، دغه وضعیت د کرښې په اوږدو کې بشردوستانه وضعیت نور هم خراب کړی او اغېزمنو سیمو کې بشري اړتیاوې لوړې دي چې شاوخوا ۱۶۰ زره کسان د خوراکي توکو د نه‌خوندیتوب سره مخ دي. راپور کې ویل شوي چې شریکان یې د ناامنیو او ننګونو ترڅنګ، د اړتیاوو ځوابولو ته دوام ورکوي. اوچا لیکلي، د روانې اپرېل میاشتې په ۲۷مه د کونړ په اسدآباد ښار، سرکاڼو او مرورې ولسوالیو د هاوان مرمیو او هوایي بریدونو کې لږترلږه ۷ کسان وژل شوي او ۷۹ نور ټپیان شوي چې ۱۳ ښځې او ۳۹ ماشومان هم پکې شامل دي. راپور کې ویل شوي چې بریدونو کې ۱۹ روغتیايي تاسیسات تړل شوي، ځنډول شوي یا په کم ظرفیت فعالیت کوي چې د نږدې ۷۸ زره خلکو لپاره پاملرنې ته لاسرسی اغیزمنوي. د راپورونو له مخې، لږترلږه شپږو کلیو کې د اوبو شبکې هم زیانمنې شوي. اوچا اندېښنه ښوولې چې تېرو دوو ورځو کې جګړو کې زیاتوالی ثبت شوی. دا داسې مهال دی چې د روانې اپریل میاشتې د لومړۍ او اوومې نیټې ترمنځ، د دواړو هیوادونو تخنیکي کچې پلاویو د چین په اورمچي کې هوکړه وکړه چې اړیکو کې د ستونزو د حل لپاره ‘یو جامع پلان’ په اړه بحث وکړي.

- Advertisment -spot_img