په ملګرو ملتونو کې د نږدې ۱۰۰ هېوادونو استازو د هرمز په تنګي کې د ایران بریدونه غندلي او هغه یې «د نړۍ پر اقتصاد برید» بللی دی. د امریکا د متحدو ایالتونو دایمي استازي مایک والتز ویلي، چې د نږدې ۱۰۰ هېوادونو استازو په یوه ګډه اعلامیه کې د ایران دغه بریدونه غندلي دي. د هغه په وینا، دغو هېوادونو دا بریدونه یو جدي ګواښ او د نړیوال اقتصاد پر ضد مستقیم اقدام بللی دی. والتز زیاته کړې، چې د خلیج هېوادونو استازي هم په دې غونډه کې حاضر وو، هغه هېوادونه چې په وینا یې دغه بریدونه پرې شوي دي. تر اوسه ایراني چارواکو د دې اعلامیې په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی. په همدې حال کې، سپینې ماڼۍ مخکې ویلي وو، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت ټیم د ایران د سولې وړاندیز شوې طرحې په اړه ارزونه کوي. ویل کېږي، چې دا طرحه د جګړو د درولو او د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره وړاندې شوې ده. سپینې ماڼۍ همدارنګه ویلي، چې د دې وړاندیز په چوکاټ کې ښايي د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې وځنډول شي. د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لویت په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د دې طرحې له ارزونې سره سره، د واشنګټن «سرې کرښې» لا هم پر خپل ځای دي. هغې ټینګار کړی، چې دا ارزونه د ملي امنیت ټیم له خوا ترسره کېږي، نه د ملي امنیت شورا له خوا، چې د جوړښت له نظره مهم توپیر لري. په داسې حال کې، چې نړیواله ټولنه د هرمز په تنګي کې د ایران بریدونه غندي، امریکا هم هممهاله د کړکېچ د کمولو او د دې مهمې سمندري لارې د بیا پرانیستلو لپاره د یوې طرحې په ارزونه بوخته ده.



