سه شنبه, مې 19, 2026
سه شنبه, مې 19, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

برونو لیمارکېس افغانستان کې د یوناما نوی مرستیال ټاکل شوی

ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې فرانسوی ډیپلومات «برونو جورج لیمارکېس» یې په افغانستان کې د دغه سازمان د ځانګړي استازي د مرستیال او د بشري چارو د همغږي‌کوونکي په توګه ګمارلی دی. نوموړی به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) په چوکاټ کې د فعالیت ترڅنګ، د بشري مرستو د همغږۍ مسئولیت هم پر غاړه ولري. لمرکی د اندریکا راتواته ځایناستی شو. دا ګمارنه په داسې حال کې کېږي چې افغانستان له ژورو بشري او اقتصادي ننګونو سره مخ دی او میلیونونه افغانان د ژوند د پرمخ بېولو لپاره بهرنیو مرستو ته اړتیا لري. د زده‌کړو، روغتیا او کار په برخو کې پر ښځو لګېدلي محدودیتونو د افغانستان وضعیت نور هم پیچلی کړی دی. ملګرو ملتونو ویلي، چې برونو لمرکی په بشري او پراختیایي برخو کې له درېیو لسیزو ډېره تجربه لري. هغه تر دې مخکې په کانګو، هایتي، سومالیا، فلسطیني سیمو او کمبودیا کې د ملګرو ملتونو په بېلابېلو لوړپوړو څوکیو کار کړی دی. په افغانستان کې د لمرکی اصلي دنده د ملګرو ملتونو د هغو بشري عملیاتو همغږي کول دي، چې د نړۍ تر ټولو لویو مرستندویه پروګرامونو څخه شمېرل کېږي. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، دا مهال له ۲۰ میلیونه ډېر افغانان د خوراکي توکو، اقتصادي ستونزو او اقلیمي بدلونونو له امله مرستو ته اړتیا لري.

- Advertisment -spot_img