د سويټزرلنډ بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د ډيپلوماټيکو نوښتونو په موخه په تهران کې سفارت پرانیزي. د راپورونو پر اساس، ياد سفارت به ايران کې د امريکا د ګټو د استازيتوب برخه کې مهم رول ولري او په تدريجي ډول به دا سفارت بېرته پرانيستل شي. سویټزرلنډ له ۱۹۷۹ کال راهيسې په ايران کې استازيتوب يا سفارت نه لري. د سويټزرلنډ بهرنيو چارو وزارت وايي، دا پرېکړه يې امريکا او ايران سره له مشورې وروسته کړې، چې د سفارت پرانيستل به د دواړه هېوادونو ترمنځ د کړکېچ راکمولو کې هم مرسته وکړي.



