د راپورونو له مخې، د نایجریا یو تکړه فوټبالر میکایل اینیرامو (Michael Eneramo) په کادونا ښار کې د روانې لوبې په ترڅ کې ناڅاپه پر میدان کې لوېدلی. د شاهدانو په وینا، دغه۴۰ کلن لوبغاړی، د مسابقې په لومړۍ نیمایي کې بې له کومې ستونزې لوبه وکړه، خو د دوهمې نیمایي د پیل په شېبو کې (پنځمه دقیقه) بې له دې چې له چا سره ولګېږي، پر ځمکه ولوېد. په میدان کې موجود طبي ټیم سمدستي لومړنۍ طبي مرسته وکړه او هغه یې نژدې روغتون ته ولېږداوه، خو هلته ډاکټرانو د هغه مړینه تائید کړه. د لومړنیو طبي راپورونو او د نایجریا د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د مړینې احتمالي لامل د زړه حمله بلل شوې ده. مایکل اینرامو، چې د خپل فزیکي ځواک او تهاجمي لوبې له امله د «ټانک» په نوم مشهور و، د فوټبال په ډګر کې ځانګړی نوم درلود، او د هغه ناڅاپي مړینې په ورزشي نړۍ کې ژور خپګان راپارولی دی.



